اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ایران ولسمشر په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر اړتیا ټینګار وکړ

د دید خبری اژانس: د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی د قزاقستان له ولسمشر سره په مرکه کښې په افغانستان کښې د جامع حکومت په رامینځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل ایران او قزاقستان په دې برخه کښې یو شان نظر لری.

د ایران ولسمشر

د ایران ولسمشر د یکشنبې په ورځ د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره په یوه خبري غونډه کې وویل، له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې موږ له خپل ګاونډي او دوست قزاقستان سره ښې اړیکې لرو، خو دا اړیکې کافي نه دي.
رییسي د افغانستان مسئلې ته په اشارې سره وویل: موږ د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه ګډ نظر لرو. د بېلګې په توګه، د افغانستان په اړه اجماع او د یوه ټول شموله حکومت اړتیا ده.
هغه ټینګار وکړ: موږ موافق یو چې په سیمه کې د بهرنیانو شتون امنیت نه تامینوي او ډېرې ستونزې به رامنځته کړي. موږ هم باور لرو چې د سیمې چارواکي کولی شي د سیمې ستونزې حل کړي او د سیمې غوټۍ به پخپله د سیمې له لارې خلاصې شي.
دقزاقستان جمهور رييس دغه راز وويل چې قزاقستان او ايران په ټولو برخو کې ښې اړيکې لري او دغه اړيکې په نړيوالو او سيمه ييزو ډګرونو کې هم دپام وړ دي.
د ایران حکومت تل په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه حکومت باید د خلکو د رایو پر بنسټ جوړ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا