اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالب

ایران د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره په سیمه ایزو نوښتونو ټینګار وکړ

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره پر سیمه ییزو نوښتونو ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف علي دراني سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو د افغانستان پر روانو حالاتو د نظر تبادله کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عبداللهیان هیله څرګنده کړه چې د دغو رایو دوام به د سیمې او افغانستان په پرمختګونو کې د ایران او پاکستان د اغېزناک رول په روښانه کولو سره په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې د لا زیاتې سولې او آرامۍ سبب شي.

هغه د افغانستان د ګاونډیانو په چوکاټ کې د سیمه ییزو نوښتونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د هېواد د ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان استازي په افغانستان کې د پرمختګونو او حالاتو په اړه د خپلې ارزونې په وړاندې کولو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ایران سره د همکارۍ لپاره د پاکستان پر ارادې ټینګار وکړ.

ایران تل د سیمې په هېوادونو کې د ننګونو لپاره د سیمه ییزې حل لارې پر موندلو ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د یوه ټول شموله حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا