اسلایدشوامنیت و حوادثبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

دوه نور خبریالان په غزه کې د اسرائیلي رژیم له خوا ووژل شول

دید خبری اژانس: په غزه کښې د الشفاء په روغتون باندې د اسرائیلو د رژیم په حمله کښې دوه نور خبریالان ووژل شول چې له دې سره د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴۰ تنو ته ورسید.

په غزې تړانګه کې د فلسطیني ادارې د رسنیو دفتر په دې وروستیو کې د قدس غږ راډیو کوربه محمد السید ابو صالح او د ټولنیزو رسنیو فعال طارق السید ابو صالح په شفا روغتون کې د اسرائیلي رژیم په برید کې د وژل کیدو خبر ورکړ.

په دې توګه د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټی رژیم په حملو کښې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۴۰ تنو ته رسیدلی دی.

د فلسطیني ادارې د رسنیو دفتر ټینګار کړی دی چې د خبریالانو په وژلو کښې د صهیونېسټ رژیم هدف د فلسطینیانو د غږ خاموشه کول او په غزه کښې د اوسنیو حقایقو د سیمې او نړۍ د خلکو له سترګو پټول دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي رژیم له دې وړاندې هم د خبریالانو په وژلو کې لاس لري او د الجزیرې خبریال شیرین ابوعاقله هم د دغه رژیم له خوا وژل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا