افغانستانروستي خبرونهټولنه

له زلزله ځپلو سره مرسته؛ ۲ الوتکه له ایران او ۱ الوتکه له قطر څخه کابل ته راورسیده

د ډید خبري اژانس: د طا-لبانو د موقت حکومت ویاند وايي چې د ایران، قطر او پاکستان مرستې افغانستان ته د زلزله ځپلو لپاره رسېدلي دي.

له زلزله ځپلو سره مرسته؛ ۲ الوتکه له ایران او ۱ الوتکه له قطر څخه کابل ته راورسیده

د طا-لبانو د موقت حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د پکتيکا، خوست او نورو زلزله ځپلو سيمو له زلزله ځپلو سره د ايران، قطر او پاکستان مرستې کابل او نورو ولايتونو ته رسېدلې دي.
مجاهد وویل: د ایران د بشردوستانه مرستو الوتکه دغه هیواد ته رسیدلې ده.
هغه زیاته کړه چې تېره شپه د قطر د بشري مرستو یوه الوتکه هم کابل ته راورسېده.
د طا-لبانو یوه ویاند دا هم ویلي چې د پاکستان له مرستو ډکه لارۍ هم د ځمکې له لارې پکتیکا ولایت ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۱ زره کسان وژلي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا