Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

له ګټونکو شرکتونو سره د څه باندې ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۷ لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شول

دید خبري آژانس: د ۶.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د هېواد د ۷ لویو کانونو د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او د کورنیو او بهرنیو ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ریاست وزیران د اقتصادي مرستیال ملابرادر په حضور کې لاسلیک شو.

دا په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه د روان کال د غبرګولي په ۹ مه د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د کانونو او پټرولیم او ګټونکي شرکتونه ترمنځ د ۶،۵ میلیارده ډالرو په پانګونې د ۷ لویو کانونو قرارداد لاسلیک شو.

په دغو قراردادونو کې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د کانونو ۴ بلاکونه شامل دي، چې لومړی بلاک یې د «وطن درخشان» شرکت چې ونډه یې د آذران صنعتي ساختماني شرکت دی او دویم بلاک یې د سهیل شرق میانه شرکت دی. د دیره نور افغانی او ترکش آیپکول شرکتونو له خوا، ونډه اخیستونکی یې دریم بلاک د ملی شمش شرکت دی، چې د برتانوی GBM او AD Resources شرکتونو ملکیت دی، څلورم بلاک یې د باختر فولاد شرکت دی، چې په کې سپاهان او پارس ایرانی شرکت دی. دغه شرکت د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د سروزرو او جست د کان یو بلاک ونډې لري، د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د سمتي سرو زرو کان د افغان پانګونې شرکت ته د چین-افغانستان شرکت ته ورکړل شوی چې ونډه یې د افغانستان زرور شرکت دی. او په لوګر ولایت کې د عینک د مسو دویم کان د توریا خصوصي شرکت ته ورکړل شو.

د لومړي وزير د دفتر اقتصادي مرستيال وويل، چې د يادو شويو اوو قراردادونو د چارو د پرمخ بيولو لپاره به په ټوليزه توګه ٦ ميليارده او ٥٥٧ ميليونه ډالره پانګونه وشي.

ويل کيږي چې د دغو کانونو د استخراج په پيل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د هېواد اقتصادي وضعيت به د پام وړ ښه شي.

طا-لبانو د تېر کال په مې میاشت کې د امو دریا د تېلو په سیمه کې د تېلو د استخراج تړون له یوه چینايي شرکت سره چې په سینکیانګ کې د مرکزي اسیا د تېلو او ګازو کمپنۍ (CPEIC) نومېږي، لاسلیک کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا