اسلایدشواقتصاد او پراختیاروستي خبرونهمنطقی

هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام یا پای غور کوي

د هند د یووالي وزیر نتین ګادکاري نن / یکشنبه وویل، په افغانستان کې پر اساسي پروژو د هند د پانګونې د دوام په اړه به صدراعظم نریندر مودي او د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر وروستۍ برېکړه وکړي.


د تاند خبری ویسابت د رپوت بر بنست، هند په تېرو کلونو کې په افغانستان کې پر سترو او وړو انکشافي پروژو ملیاردونه ډالر پانګونه کړې ده خو اوس چې افغانستان طالبانو نیولی، دا هیواد په دې پرېکړه کوي چې ایا له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او که یې بندې کړي.
ګادکاري وویل «موږ په افغانستان کې سلما بند جوړ کړ…. موږ په دې هیواد کې د اوبو پر سرچینو کار کړی دی.»
ده زیاته کړه «صدراعظم نارندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اس شنکر به فیصله وکړي چې ایا هند اوس هم په افغانستان کې پر بنیادي پروژو پانګونه وکړي او که نه».
د هند د یووالي وزیر له افغانستان سره د هند مرستو ته په اشارې وویل «موږ د یوه دوست هیواد په توګه د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د دغه هیواد د سړکونو، بندونو او نورو پروژو په جوړولو کې همکاري کوله خو اوس هلته وضعیت د اندېښنې وړ دی».
هند نه یوازې دا چې د سلما بند جوړ کړی، د نیمروز سړک، د ملي شورا ودانۍ او ګڼې نورې کوچنۍ او لویې پروژې په خپل لګښت د افغانستان لپاره جوړې کړي دي.
دې هیواد په وروستیو کې د شاتوت بند د جوړولو ژمنه هم کړې وه چې د کابل ښاریانو ته اوبه برابروي خو اوس داسې نه ښکاري چې هند به له افغانستان سره د پخوا په شان مرستو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا