اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍټولنه

یو کال د نجونو د لوړو زده کړو منع کول؛ د امریکا استازی: دا د توجیه وړ نه ده

دید خبري آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ښځو لپاره د تحصیلی مرکزونو د بندیدو یو کال پوره کیدو ته په اشارې سره ویلي، چې زده کړو ته د ښځو لاس رسی باید د امریکا له لومړیتوبونو څخه وي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست نن پنجشنبه (د قوس ۳۰مه) په اکس ورځپاڼې کې لیکلي چې یو کال وړاندې په همدې ورځ طا-لبانو په پوهنتونونو کې د ښځو پر ورتګ بې بنسټه بندیز اعلان کړ.

ويست: هغه افغانان چې زه ورسره خبرې کوم په دې پوره پوهيږم چې دا هېواد د ښځينه ډاکټرانو، انجنيرانو، سوداګرو مشرانو، معلمانو راتلونکي نسل ته اړتيا لري چې وده وکړي او په خپلو دوو پښو ودريږي.

هغه څرګنده کړه: د افغانستان د راتلونکي او په یوه باثباته سیمه کې زموږ د خپلو ګټو په خاطر، موږ باید په هره کچه زده کړو ته د ښځو لاسرسی د خپلو لومړیتوبونو په مرکز کې ځای کړو.

د يادونې وړ ده، چې که څه هم طا-لبانو د نجونو پر زده کړو موقتي بنديز اعلان کړ، خو له يو کال وروسته د ښوونځيو په څېر پوهنتونونه هم د ښځو پر مخ وتړل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا