اسلایدشوافغانستانحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

متقي: امريکا او ناټو غواړي زموږ حکومت نسکور کړي

ډیډ خبري اژانس: امیرخان متقي په مشهد کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې له مهاجرینو سره په کتنه کې ویلي، امریکا او ناټو سازمان هڅه کوي چې د طا-لبانو حکومت ته ستونزې جوړې کړي او په بېلابېلو پلمو یې سقوط وکړي.

متقي د لوېديځو هېوادونو د دغو هڅو په اړه نور وضاحت ور نه کړ.

امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره بشري مرستې کړې، چې د اقتصاد پوهانو په وینا، د افغانیو د ارزښت د ثبات په ساتلو او په هېواد کې د انفلاسیون په کمولو کې یې رول لوبولی دی. منتقدین وايي چې دغو مرستو د طا-لبانو د واکمنۍ په دوام کې مرسته کړې ده.

ښاغلي متقي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې په مشهد کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې له یو شمېر افغان کډوالو او سوداګرو سره وکتل.

امیر خان متقي روانه اونۍ د فلسطین په اړه د تهران له خوا په پیل شوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا