اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني: جمهوریت هغه چتر او بستر دی چې د ټولو افغانانو مساوات په کې تامینېږي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اهل تشیع علماو شورا له غړو سره په ارګ کې وکتل.

د ارگ د راپور له مخی، په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار استاد محمد محقق هم حضور درلود، په پیل کې د اهل تشیع علماو شورا مرستیال او د مشرانو جرګې غړي استاد محمد اکبري خبرې وکړې.
هغه وویل، د اهل تشیع علماو شورا جوړښت د عمومي مجمع، اجرائیه شورا او د مرکزي کمېسیونونو او ولایتي شوراګانو څخه جوړ دی چې شمېر یې ۶۵ ته رسېږي.

استاد اکبري زیاته کړه، دغه شورا په معتدله توګه او روښانه لار د اسلامي ورورولۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي، په هیواد کې د سولې د تامین او جګړې دپایته رسېدو غوښتونکې ده، د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ساتنې خپل ملاتړ څرګندوي.
استاد محمد اکبري د دې په بیانولو سره چې د اهل تشیع علماو شورا غوښتنه تل د سولې، ثبات او امنیت، خیر او فلاح او د افغانستان د ستر ملت یووالی دی وویل، د اساسي قانون په چوکاټ او د جمهوریت نظام په ساتلو سره دې هر ډول پرېکړه، نرمښت او سوله وشي.

وروسته د اهل تشیع علماو شورا غړي نعمت الله غفاري په خپلو خبرو کې د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ساتنې د ملاتړ پر مهال په ملي روغې جوړې او قضا عالي شوراګانو د رهبري کمېټه کې د غړیتوب، په شرعیاتو پوهنځي کې د جعفري فقهې ډیپارټمنټ د ایجاد، د وقف په قانون کې د تعدیل او د علمای کرامو د امنیت تامین ته د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د اهل تشیع علماو شورا د واضح، روښانه او اصولي دریځ مننه وکړه وې ویل، جمهوریت هغه چتر او بستر دی چې د ټولو افغانانو مساوات په کې تامینېږي.
هغه زیاته کړه، په جمهوریت کې به انقطاع ډېره لوړه بیه ولري.
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو جنګ نه دی بایللی او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام بشپړ بین المللي مشروعیت پر خپل ځای دی او د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان دولت او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو شریک دي.
جمهوررئیس وویل، له سیمې او نړۍ سره د سولې لپاره زموږ ټاکلی هدف دا دی چې افغانستان مستقل، د ملي اقتدار، ولسواکۍ او ملي یووالي لرونکی وي او د مذاکرې د نورو پړاوونو لپاره زموږ طریقه په دقت او باتدبیره انجام او د هغې ډاډمنتیا ده.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، موږ عذر او تسلیمۍ ته حاضر نه یوو او دا ډول سوله غواړو چې بقا، هوساینه او ملي یووالی په کې وي.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د علمای کرامو د امنیت د تامین لپاره به زیات تدابیر ونیسو او په پام کې ده د وقف نامو او د هغو د قانون پر مسوده د حنفي او جفعري مذهبونو په اساس واضح فکر وشي او ستاسې د نورو وړاندیزونو په اړه به لازم اقدام ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا