اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د عاشورا په مناسبت د تركيې پيغام: محرم د يووالي او ورورولۍ د پياوړتيا لپاره دى

دید خبری اژانس: د ترکیې ولسمشر او د دغه هیواد د مذهبی چارو د ادارې مشر د عاشورا په مناسبت په یوه پیغام کښې د محرم میاشت د مسلمانانو د وحدت او پیوستون د پیاوړتیا میاشت وبلله.

د ترکیې د دیني چارو د ادارې مشر علي ارباش د محرم د لسمې نیټې د عاشورا د ورځې په مناسبت د یو پیغام په خپرولو سره هیله څرګنده کړې ده چې دغه ورځ به د مسلمانانو د یووالي او ورورولۍ په ټینګښت کښې ګټوره تمامه شي.

ارباش په دغه پيغام کې ليکلي: له ننه ۱۳۸۴ کاله وړاندې په همدې ورځ حضرت حسين او د هغه له اوياو زيات ملګري په کربلا کې په مختلفو شکنجو سره شهيدان شول. د کربلا غمیزه د اسلام په تاریخ کې یوه تر ټولو دردونکې پېښه ده، چې په ټوله نړۍ کې د محمد (ص) د امت ګډ درد او ماتم دی.

د تركيې د مذهبي چارو د ادارې مشر تاكيد وكړ: د كربلا پېښه مونږ ته چې د يوې قبلې سره مخامخ دي، د ورورولۍ د تعلقاتو د قدر او زمونږ د يووالي او پيوستون د ساتلو د اهميت يادونه كوي.

ارباش زیاته کړه: زه د خپلو ټولو شهیدانو په تېره بیا د حضرت حسین او د کربلا د قربانیانو په یاد ویاړم چې د دین، ایمان، وطن او سپېڅلو ارزښتونو لپاره یې خپل ژوند قربان کړ.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د عاشورا د ورځې او د امام حسین د شهادت په مناسبت خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ترکیې جمهور رئیس په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړه چې د محرم میاشت او د عاشورا ورځ د ترکیې د خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو لپاره د نیکمرغۍ کال وي.

په دغه پيغام کې راغلي دي: زه د پېغمبراکرم (ص) لمسي او د شهيدانو مشر حضرت حسين او د کربلا د ټولو شهيدانو د شهادت د کليزې په مناسبت په درناوي سره يادوم.

باید وویل شي، چې د محرم لسیزه او د عاشورا ورځې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې په سختو بندیزونو ولمانځل شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا