اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ټول افغان حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول

دید خبري آژانس: د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې ټول افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږلو راپور وړاندې کړ.

د حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږلو لړۍ پای ته رسېدلې او په ۸۹ پروازونو کې ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

د افغان حاجيانو لومړۍ الوتنه د ثور په ۳۰ مه د کابل له هوايي ډګر څخه وشوه او ۳۴۶ حاجيان يې سعودي عربستان ته ولېږدول.

سرپرست لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له حاجیانو وغوښتل چې «د هېواد د آبادۍ او د اسلامي نظام لپاره دعا وکړي».

د هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې به سږ کال شاوخوا ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا