اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

جمهوررئیس غني د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس او غړو سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس او غړو سره په خبرو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس او غړو سره په خبرو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د دید خبری آژانس به رپوت، د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس محمدحسن سپاهي کسبګرو ته د هیواد د جمهوررئیس همیشنۍ پاملرنه وستایله وې ویل، کسبګر او هټۍ وال کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښاروالۍ او ټولو دولتي بنسټونو سره له نږدې همکاري کوي.
ښاغلي سپاهي د پېښو او بدلونونو پر وړاندې د کسبګرو او هټۍ والو زیانمېدو ته په اشارې وویل، په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو او د تولیدونکو قرنطین، کسب او کار له زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړي د قرنطین په موده کې د فعالیت د ځایونو کرایه، د مالیې او کارګرانو د حق الزحمې ورکړه او د خوراکي توکو د خرابېدو احتمال، د کسبګرو عمده ننګونې وبللې.
هغه وړانديز وکړ چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو مالیه دې ۵۰ سلنه راکمه او جریمه دې معاف شي، په قرنطین کې شاملو اصنافو د قرنطین مودې مالیه او جریمه دې نه اخیستل کېږي، د دولتي ملکیتونو د سوداګریزو سیمو کرایې دې معاف شي؛ د شخصي جایدادونو له خاوندانو دې وغوښتل شي چې د قرنطین دورې کرایه معاف کړي، د ښاروالۍ د پیسو او ټکس په اړه دې بیاکتنه وشي او له وزګارو شويو کارګرانو سره دې مرستې وشي.
وروسته د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر وویل، ټولې اتحادیې د مالیې راکمولو او معافیت غوښتونکي دي، زموږ هڅې جریان لري چې په دې اړه پایلې ته ورسېږو.
جمهوررئیس غني د هیواد د کسبګرو او دوکاندارانو خونې د وړاندیزونو له څرګندولو مننه وکړه وې ویل، د وضعیت د بنیادي تغییر او بېړنۍ مرستې پر عمومي پلان کار شوی چې تر بشپړولو وروسته
د منابعو ترلاسه کولو په خاطر له بین المللي شریکانو سره شریکېږي.
د هیواد جمهوررئیس د چارو ادارې لوی رئیس ته لارښوونه وکړه چې دولتي ملکیتونو کرایې قانون موضوع دې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې له رئیس سره تعقیب او په اړه دې لازم اجراات وکړي. هغه همدا راز د ملي پولیسو رهبرۍ او کابل ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د قرنطین په جریان کې دې د هټیو په پرانیستو او تړلو کې مداخله نه کوي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د روغتیایي شرایطو په مراعتولو سره د صنایعو برخې کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو د کسبګرو او دوکاندارانو خونه باید دغه برخې مشخصې کړي. هغه د دغې خونې له مسوولینو وغوښتل چې په صنایعو کې دې د ټکنالوژۍ او ټکنالوژیکو ظرفیتونو د تغییر په هکله خپل پېشنهادونه وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني د کسبګرو او هټۍ والو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، ستاسې وړاندیزونه معقول دي، خو باید د حکومت د رهبرۍ په غونډه کې پر بېلابېلو ابعادو بحث وشي او لازم تصمیمونه ونیول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا