افغانستانروستي خبرونهنړۍ

امریکا په افغانستان کې د شکست په حال کې ده

امريکايي سناتور جان مکين ويلي دي، چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان جګړه کې له ماتې سره مخ دي. نوموړي زياته کړې ده چې د دې لامل د هېواد اوسنۍ مشرتابه ده.

د سپوټنيک له راپور سره سم د امريکا دغه سناتور له سي بي ايس نيوز سره خبرو کې وويل، چې «موږ ستراتېژي نه لرو او له ماتې سره مخ يو. کله چې موږ ماتې وخورو، موږ هم ماتې خورو او د افغانستان ځواکونه هم».

جان مکين چې د امريکا د سنا د پوځي کمېټې رييس هم دی او پر امريکايي حکومت ټينګار کوي، چې افغانستان کې خپله جګړه جاري وساتي او هلته د سرتېرو شمېر زيات کړي، وايي: «اصل ستونزه په سپينه ماڼۍ کې ده، دوی بايد ټول راټول شي او يوه ستراتېژي اعلان کړي»، هغه ټينګار وکړ چې دا د ولسمشر دنده ده.

بل پلو د امريکا ولسمشر څه موده وړاندې اعلان کړه، چې په دې اړه یې پرېکړه پنټاګون ته سپارلې ده او هغوی به يې په اړه تصميم ونيسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا