افغانستانروستي خبرونه

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

سیمه‌ییز چارواکي او خلک وایي، طالبانو د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ له نن سهار وختي راهیسې جگړه پيل کړې چې لا هم (د سهار اته بجې) روانه ده.

د بغلان په ولایت کې یوې باوري امنیتي سرچینې نړۍ نیوز ته وویل، لسگونه وسله والو چې طالبان دي نن سهار څلور بجې په مرکزي بغلان ولسوالۍ برید وکړ، او په لومړي سر کې یې د ښاروالۍ تعمیر ونیوه.

دغه سرچینه وايي، پولیس له طالبانو سره پر جگړه بوخت دی او د جگړې شدت له قند بغلان فابریکې سره زیات دی.

سرچینې تر اوسه اتو پولیسو ته د مرگ ژوبلې خبر تایید کړ، چې دوه یې وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

ځايي خلک بیا وایي، د جگړې پر مهال د بغلان د ولایتي شورا د وژل شوي غړي حاجي علم مجاهد کور هم اور اخیستی دی.

د لطیف په نوم د سیمې یو تن نړۍ نیوز ته د ټیلیفون په لیکه وویل، چې خلک په کورونو کې ایسار دي او جگړه د بازار منځ ته رسیدلې ده.

د احمدشاه عظیمي په نوم ځايي خبریال هم وايي، جگړه لا هم روانه ده او امنیتي ځواکونه هڅه کوي طالبان له دغو سیمو په شا کړي.

دی وایي، د بریدگرو شمېر زیات دی، نو ځکه به یې په شا کول وخت ته اړتیا ولري.

دولتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا