اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

امیر خان متقي روسیې ته ولاړ

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د مسکو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی متقي د دوشنبې په ورځ (د میزان ۳مه) له کابله روسیې ته ولاړ.

ښاغلی متقي د روسیې په بلنه د مسکو په غونډه کې چې د کازان په ښار کې جوړېږي، د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

تر دې مخکې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې رسمي بلنه امیر خان متقي ته سپارلې وه.

بل خوا د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې په دې غونډه کې به طا-لبان هم رابلل کېږي.

د مسکو غونډه به د سپتمبر په ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د ایران، پاکستان، چین، هند، د منځنۍ اسیا د هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازي هم ګډون وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا