اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقینړۍ

مولانا فضل الرحمن: د طا-لبانو ملاتړ په ټاکنو کې زما د ماتې لامل شو

ډید خبري اژانس: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر له طا-لبانو څخه همت د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند د ماتې لامل بولي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان پرون (چهارشنبه د ډلو ۲۵) په یوه خبري غونډه کې وویل چې ګوند یې د دغه هېواد په انتخاباتو کې د طا-لبانو د ملاتړ او د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو د ټینګولو په جرم، ماتی شو.

هغه دا هم وویل: «زموږ ګناه دا ده چې موږ د پاکستان او افغانستان د اړیکو په رغولو کې خپل رول لوبولی او په غزه کې مو د اسرائیلو د جنایتونو پر ضد خبرې کړې او د حماس ملاتړ مو کړی، چې امریکا ته د منلو وړ نه دی».

د بي آر ګارډ د راپور له مخې، د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر د ټاکنو پایلې نه مني او د خپلو پلویانو له خوا یې د سوله ییزو مظاهرو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د فضل الرحمن ګوند څو ورځې مخکې د پاکستان په انتخاباتو کې یوازې څلور څوکۍ وګټلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا