اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

آیت‌الله خامنه‌ای: د حماس عملیات د امریکا د نسکورولو بڼه لري

دید خبری آژانس: د ایران مشر آیت‌الله سید علی خامنه‌ای وویل که څه هم د اقصی د طوفان عملیات د اسرائیلو د رژیم پرضد وو خو د امریکا د نسکورولو بڼه لری.

آیت‌الله خامنه‌ای دغه موضوع نن چهارشنبه (۸ قوس) د «له تول ایران د بسیج ګروپ» له غړو سره په کتنه کې مطرح کړه.

هغه وویل: د الاقصی طوفان توانیدلی چې په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو میز ګډوډ کړی.

هغه پر غزې د اسرائیلو وروستي بریدونه یو «وحشیانه او ظالمانه جنایت» وباله او ویې ویل چې د دغو بریدونو ملاتړ د «لویدیځ تمدن او کلتور شهرت له منځه وړی دی».

خامنه‌اي څرګنده کړه: «د لوېديځ کلتور او تمدن هماغه تمدن دی چې کله د فاسفورس په بمونو سره پنځه زره ماشومان وژني، د يو ځانګړي غربي هېواد رژيم وايي چې اسرائيل له ځانه دفاع کوي. ایا دا د ځان دفاع ده؟ دا د لویدیځ کلتور دی. په دې صورت کې غربي کلتور ته سپکاوی وشو».

آیت‌الله خامنه‌ای په دې باندې په تاکید سره چې د الاقصی طوفان نه شو ختمېدای او زیاته یې کړه: د ایران اسلامی جمهوریت په فلسطین کښې د ټولپوښتنې او د خلکو د رایو د ترسره کولو لپاره چمتو دی. داسلامی جمهوریت نظر دا نه دی چې صهیونیسټان او یهودیان سمندر ته وغورځوی.

له دې مخکې آیت‌الله سید علي خامنه‌اي له اسلامي دولتونو غوښتي وو چې له اسرائیلي رژیم سره اقتصادي همکاري ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا