اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره سبا ډېر ناوخته دی

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې وايي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید اوس اقدام وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون پوهنتون او په اکس کې د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ نوي راپور ته په اشارې سره لیکلي چې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو سخت هېواد دی.

په دې راپور کې افغانستان د ښځو لپاره یو له بدو هېوادونو څخه بلل شوی دی.

نیکلاسن لیکلي: افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو د شاملولو، عدالت او امنیت له پلوه تر ټولو ستونزمن هېواد (۱۷۷ هېوادونو) و.

هغه زیاته کړه چې افغانستان په ۲۰۱۷، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کې هم وروستی، دویم وروستی یا دویم ځای درلود.

د اروپايي اتحادیې استازې بیا په ګوته کوي چې تاریخ په ۲۰۲۱ کې نه دی پیل شوی، مګر د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره اقدام باید اوس پیل شي.

د جورج ټاون پوهنتون په راپور کې ډنمارک، سویس، سویډن، آیسلنډ او فنلنډ د پنځو غوره هېوادونو په ډله کې دي او افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، جنوبي سوډان، یمن او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا