اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د دفاع سرپرست وزیر او د «اسلامي امارت» لوی درستیز قطر ته ولاړل

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د موقت حکومت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت قطر ته تللي دي.

د سرپرست دفاع وزارت نن یکشنبه ( د کب۱۳مه) اعلان وکړ چې د دغه وزارت لوړ پوړي چارواکي د قطر له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه د خبرو پر مهال د دغه هېواد په «دفاعي ډیمډکس» نندارتون کې د ګډون لپاره ځي.

قطر یو له هغو مهمو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د افغانستان په پرمختګونو کې نفوذ لري. په تېرو کلونو کې دغه هېواد د طا-لبانو د سیاسي دفتر کوربه و، په دوحه کې د امریکا او طا-لبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او دوحه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوه پړاوه خبرو کوربه و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا