اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

ملا نوري: افغانستان او پاکستان رسمي پوله نه لري

دید خبري آژانس: په پاکستان کې له وروستیو کړکېچونو وروسته د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره رسمي پوله نه لري.

ملا نورالله نوري دغه څرګندونې په هغه ویډیو کې کړې چې د شنبې په ورځ (د دلو ۷ مه) په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

په دې ټیپ کې ظاهراً د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقانی سره ملا نورالله نوري د تورخم له لارې لیدل کیدل کری دی.

هغه زیاته کړه: «موږ له دوی سره فرضي پوله لرو، موږ رسمي پوله نه لرو او موږ ورسره صفر نقطه نه لرو».

هغه ویلي دي چې کله نا کله د طا-لبانو او پاکستان ترمنځ په دې کرښه کې ستونزې رامنځته کیږي.

په وروستیو ورځو کې د طا-لبانو او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د ډیورنډ کرښه له څو لسیزو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جنجال یوه نقطه ده.

د تېر حکومت پر مهال د دواړو هېوادونو د سیاستوالو ترمنځ د دې کرښې پر سر بحثونه څو ځلې ګرم شوي او وخت په وخت د دواړو لورو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې رامنځ ته شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا