اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په کابل کې د اسپانیا سفیر د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړ

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او کابل کې د اسپانیا استوګن سفیر ګبرېل فران د ګډو همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړې.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او کابل کې د اسپانیا استوګن سفیر ګبرېل فران د ګډو همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړې.

د اسپانیا سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ تر څنګ، د ټاکنو له پروسې او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر ملاتړ اعلان کړ.

هغه وویل: هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو بهیر ته دوام ورکړي.

ډاکټر محب بېلا بېلو برخو، په ځانګړې توګه نظامي برخه کې له افغانستان سره د هغه هېواد د همکاریو قدر داني وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا