اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: ۷۰ سلنه افغانان مرستو ته اړتیا لري

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې دورې په پیل کې په خپله وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

انتونیو ګوتریش دغه احصایه د سه شنبې په ماښام (۲۸ شنبه) په افغانستان کې بشري ناورین ته په اشارې سره اعلان کړه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وینا کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو پورې تړلو یو شمېر سازمانونو په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونه اعلان کړی و.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۸مه غونډه پرون په نیویارک کې د ښاغلي ګوتریش په وینا سره پیل شوه.

نوموړي په دې کتنه کې په افغانستان کې د بشري ناورین تر څنګ په ټوله نړۍ کې شخړو او ننګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ډیموکراسي له خطر سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې خپل مسوولیتونه پوره کړي.

هغه زیاته کړه، که هېوادونه د ملګرو ملتونو د منشور له مخې خپلې ژمنې پوره کړي، په هره برخه کې به سوله تضمین شي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان څوکۍ لا هم خالي ده او سږ کال به د افغانستان هیڅ استازی په دې غونډه کې خبرې ونه کړي.

په همدې حال کې د دغه هېواد د پخواني حکومت له خوا معرفي شوی دیپلومات نصیر احمد فایق اوس هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کو

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا