افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

نړیوال بانک له افغانستان سره وړیا مرسته وکړه

د افغانستان د مالیې وزارت له نړیوال بانک سره د څه باندې۴۸۲ میلیونه ډالرو د وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ.

دا تړون د افغانستان د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر شبهام چوهدري ترمنځ کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د نړیوال بانک د دې مرستې هدف د بې وزلۍ د کمولو لپاره د دولت له هڅو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ دی.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نړیوال بانګ دا وړیا مرسته به د کډوالو د راستنېدو له کبله په متأثره شویو ټولنو کې ولګول شي.

د خصوصي سکټور پر پراختیا او وده کې به ترې کار واخېستل شي. همدارنګه په پنځو ښارونو کې د پرمختیايي پروګرامو په ملاتړ، غذايي مصؤنیت او د کلیوالي سړکونو په رغولو کې کې هم ترې ګټه واخېستل شي.

د دې وړیا مرستې یوه برخه د نړیوالې پراختیايي ادارې مالي ژمنه بلل کېږي چې د بې وزله هېوادونو سره د نړیوال بانک تمویل کوونکي څانګه ده او بله برخه یې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا چې د مدیریت چارې یې د نړیوال بانک له لوري پرمخ وړل کیږي، برابرې شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا