افغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملي امنيت سلاکار په هلمند کی امنيتي غونډه

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري نن هلمند ته په سفر کې د کندهار، زابل، ارزګان، ډايکنډي، هلمند او نيمروز له واليانو، امنيه قوماندانانو، امنيت رييسانو او د ۲۰۵ اتل او ۲۱۵ ميوند قول اردوګانو له قوماندانانو سره امنيتي جلسه دايره کړه.

د ملی‌امنیت د شورا دفتر د راپور له مخی، په دې غونډه کې د هلمند او جنوب لوېدیز زون د عمومي امنيتي وضعيت ارزونه وشوه او پر ستونزو یې بحث وشو. د ملي امنيت سلاکار د امنيتي او دفاعي سرتېريو د قربانيو د قدرداني تر څنګ د هغوی د ستونزو په اړه ځانګړې پوښتنې او غور وکړ.

ډاکټر محب دغه راز سپارښتنه وکړه چې امنيتي او کشفي ادارې دې دښمن له ابتداء په نښه کړي او جګړه دې د وخت، حالاتو، شرایطو او جغرافيې مطابق په متغیرو تکتيکونو پر مخ يووړل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا