افغانستانروستي خبرونه

افغانستان- ترکمنستان هوکړې

د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې د افغان او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزې همکاریو اوه موافقتنامې لاسلیک شوې.

ارګ ماڼی وایي، دغه موافقتنامې د ولسمشر غني او د هغه ترکمنستاني سیال د کتنو په پایل کې لاسلیک شوي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي « د دغې کتنې په پای کې د افغانستان او ترکمنستان مقاماتو  د افغانستان د جوزجان او د ترکمنستان مخدوم قلي دولتي پوهنتونو تر منځ دعلمي او ښوونیزو چارو، د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو،، د اوبو او انرژۍ وزارتونو تر منځ، د غالیو د صنعت، د جاده یي بین المللي ټرانسپورټ، د افغانستان او ترکمنستان دولتي سرحد کې د اورګاډي کرښېئ بین المللي عبور د ځای، د اقینه- امام نظر تم ځایونو تر منځ د افغانستان-ترکمنستان د دولتي سرحد له لارې د اورګاډي کرښې د سازماندهي په اړه د همکاریو اوه بېلابېلې موافقتنامې لاسلیک کړې.»

ولسمشر غني تیره ورځ د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشری د عشق آباد ته لاړ.

په دغه سفر کې دې سفر کې  د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي هم ملتیا کوله .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا