اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کابلوف کابل ته د خپل سفر پر مهال د سیمه ییزو همکاریو په اړه سلا مشورې کړې دی

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ليدنې پر مهال پر بېلابېلو موضوعاتو د نظريو تبادله وکړه.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د افغانستان د شتمنیو د خلاصون او د افغانستان مرکزي بانک ته د هغو د سپارلو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: دواړو لورو د افغانستان د شتمنیو د سمدستي او غیر مشروطه خلاصون او د هغو د ورسته د افغانستان مرکزي بانک ته د سپارلو او همدارنګه پر افغانستان د ټولو غیر قانوني یو اړخیز بندیزونو د لغوه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يادونه وکړه، چې دواړو لورو د مسکو په غونډه کې په بېلابېلو سياسي او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو د لا پراختيا او له افغانستان سره د سيمه ييزو همکاريو د رامنځته کولو په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.

کابلوف دغه راز د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان موتګي او د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو هم خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي: په دې کتنه کې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا، له افغانستان سره د مسکو په غونډه کې د سیمه ییزو همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا