اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني په ننګرهار کې د داعش ماتیدل اعلان وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني ننګرهار ولایت ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په لړ کې نن سهار د دغه ولایت ملکي او نظامي مسئولینو سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني ننګرهار ولایت ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په لړ کې نن سهار د دغه ولایت ملکي او نظامي مسئولینو سره وکتل.
د دید خبری آژانس په رپوت، په پیل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالهادي ترین، د ملي امنیت رئیس نظرعلي واحدي او امنیه قومندان اېمل نیازي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ ډاډ یې ورکړ.
هغوی وویل، د نظامي عملیاتو د څرنګوالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښې همغږۍ او ولسي پاڅون کوونکو د همکارۍ په پایله کې په ننګرهار کې د داعش ملا ماته شوې او د دغې ډلې ۲۴۳ جنګیالي له ۶۲۵ ښځو او ماشومانوسره تسلیم شوي دي.
یادو مسوولینو څرګنده کړه، په تسلیم شویو کسانو کې د پاکستان، ایران، تاجکستان، اذربایجان، قزاقستان، مالدیف او اوزبیکستان اوسېدونکي شامل دي. تسلیم شویو ښځو او ماشومانو ته د استوګنې، خوړو او روغتیا اسانتیاوې برابرې شوي او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.
جمهوررئیس غني د ننګرهار د والي او د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبر ۍ د غوره مدیریت مننه وکړه او وې ویل، په ننګرهار کې د داعش ختمول نه یوازې د مشرقي او افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه لویه لاسته راوړنه ده، امنیتي او دفاعي ځواکونو، ولسي پاڅون کوونکو او د ننګرهار ولسونو ته د دغې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایم.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د تسلیم شویو ښځو او ماشومانو لپاره دې زموږ له دود او دستور سره سم ترتیبات ونیول شي او په دې اړه یې د ننګرهار والي ته مشخصې لارښوونې وکړې. همدارنګه یې د ننګرهار له ولسونو خصوصا له هغوی چې د داعشیانو له لاسه یې سختۍ او زیانونه لیدلي، وغوښتل چې د داعشیانو د برخلیک په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات ورسره شریک کړي.
جمهوررئیس وویل، سرحدي ځواکونه باید په قول اردوګانو کې جذب او کرښې ته څېرمه ځای پرځای شي او د ولسي پاڅون کوونکو تمویل او تجهیز چې د هیواد د دفاع په لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.
د هیواد جمهوررئیس د داعش د ځپلو په برخه کې د ننګرهار د ولسونو او مشرانو هلې ځلې او سرښندنې وستایلې او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې شینوارو، مومندو او نورو قومونو ته چې د داعش د ځپلو په برخه کې یې قربانۍ ورکړي، باید ځانګړې پاملرنه وشي.
جمهوررئیس مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار په تصفیه شویو سیمو کې باید انکشافي پروژې پلې او د خلکو لومړنیو اړتیاو ته رسیدګي وشي. هغه زیاته کړه، د تسلیم شویو داعش جنګیالیو له کټګورۍ وروسته باید د سیمې او نړۍ هیوادونو سره نتیجې ته ورسېږو او دوی باید د خپلو اتباعو مسوولیت ومني.
جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ننګرهار د ولسونو همکاري او همغږي ګټوره وبلله او هغوی ته یې د دغه رول د لا پیاوړتیا او د پاتې سیمو د تصفیې په موخه د چاڼیزو عملیاتو لازمې لارښوونې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا