اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

بهرنیو چارو وزارت: د سیمې او نړۍ هېوادونو، د افغانستان په رهبرۍ د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ

بهرنیو چارو وزارت، تېره اوونۍ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره؛ درې څو اړخیزه ناستې جوړې کړې.

بهرنیو چارو وزارت، تېره اوونۍ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره؛ درې څو اړخیزه ناستې جوړې کړې.
د دید خبری آژانس په رپوت، د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هېواد، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د سیمه ییزې او نړیوالې ناستې په پرانیستنه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوه، ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې هم سوله او هم بحران، د سیمې پر شرایطو ملموس تاثیرات لري.
همداراز جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې افغانستان په سیمه کې د مثبت رول لوبولو غوښتونکی دی او هڅه کوي، چې په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د وصل پر ټکي بدل شي.
د افغانستان د سولې لپاره، په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ګډون کوونکو هېوادونو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي لوړه کچه، د نه منلو وړ وبلله او له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
هېواد وویل: د افغانستان د سولې لپاره، په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ګډون کوونکو هېوادونو، د افغانستان د وروستیو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو پر ساتنه ټینګار وکړ اود سولې خبرو اترو کې یې د هغو د تداوم او پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
دغه راز هغوی، د جنیوا په نړیواله ناسته کې، چې ژر به تر سره شي؛ د افغانستان له دریځ او غوښتنو څخه هم خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې دغو هېوادونو یو ځل بیا، د دوامداره همکارۍ او سولې پروسه کې د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې په ډاګه کړې.
پاکستان او چین د طالب بندیانو د خلاصون برخه کې د افغانستان حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او د طالبانو له ډلې یې غوښتنه وکړه، چې ژره تر ژره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا