اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د غوا او وریو د غوښې کلنۍ تولید څه باندې یونیم میلیون ټنو ته ورسېد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست له خوا راټول شوې شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یومیلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوي دي.


د دید خبری آژانس په رپوت، د شمېرو له مخې د تولید شویو غوښو له ډلې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه یې د غوا غوښه او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ مټریک ټنه نور یې د وزې او وریو غوښې دي.
کابل د غوښې د تولیدوونکو او مصروفوونکو ولایتونو د نوم لړ په سر کې ځای لري. د تېرکال په ترڅه کې، په پلازمېنه کې ۲۶۴ زره او ۳۶۵ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده. دغه راز تر کابل وروسته، بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار هم د غوښو عمده تولیدوونکي او مصرفوونکي ولایتونه دي.
اوسمهال د هېواد په کچه د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې یوزرو ۶۲ یې د غوښینو غواوو فارمونه، ۹۳۲ یې د وریو د پالنې فارمونه او ۹۵۶ یې د وزو د پالنې فارمونه دي.
دمګړۍ په کورنیو بازارونو کې د غوا او وریو یوکیلو غوښه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ ده.


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غوښې د تولید د معیاري کولو په پار په یوشمېر ولایتونو کې ستر او معیاري مسلخونه جوړ کړي دي. دا مسلخونه، د کابل، بلخ او هرات په ولایتونو کې جوړ شوي دي، چې هر یوه یې په یوه وخت کې د یوزرو ۵۰۰ وریو او وزو او دغه راز د ۳۰۰ غواوو د حلالې وړتیا لري.
د دغو مسلخونه جوړول، د سړکونو پر غاړه د کورنیو څارویو د ذبحې د مخنیوي او په قصابیو کې د حفظ الصحې د رعایت په برخه کې مرسته کوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا