اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان او قزاقستان تر منځ د نظامي همکاریو تړون لاسلیک شو

د دید خبری آژانس: د ملي امینت سلاکار له قزاقستان سره د نظامي همکاریو تړون لاسلیک کړ. دغه هوکړه‌لیک نن جمعی د غبرګولي ۲۸مه د قزاقستان په پایتخت کی لاسلیک شوی دی.


د ملی امنیت شورا د دفتر پر د خبرپانی پر بنست، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک‌بایوف سره د نظامي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه راز د دغو دوو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو کې د نظامي ملاتړ لپاره دولت په دولت زمینه برابره شوه.
په دې هوکړه‌لیک کې د دغو دوو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا