اسلایدشوروستي خبرونهسیمهنړۍ

امریکا پر پاکستان بې باوره شوې ده

د امریکا د اوسنۍ ادارې پالیسي د پاکستان پر وړاندې بدله شوې او د سختېدو په حال کې ده. کارپوهان باور لري چې د ډونالډ ټرمپ اداره په پاکستان بې باوره شوې او له دې وروسته ښایي پر دې هېواد پوځي مرستې بندې کړي. له دې سره افغان حکومت د پنټاګون له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار یې دا دی چې هیوادونه دې د ترهګرۍ پر وړاندې رېښتینې مبارزه وکړي. د امریکا دفاع وزارت پرېکړه کړې چې پاکستان ته به د ۲۰۱۶ کال لپاره ځانګړې شوې ۵۰ ملیونه ډالروه نه ورکوي. افغانستان کې باور دا دی چې پاکستان له دوه مخې پالیسۍ کار اخلي او د امریکا اوسنۍ اداره هم پرې بې باورې شوې ده. ټینګار دا دی که د پاکستان پر وړاندې د امریکا فشارونه دوام وکړي لرې نه ده چې پاکستان به د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

شنونکو مصداق او ناصر داسې وویل (( د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا شعار دی چې امریکا نور نغواړي پیسې یې بې‌ځایه مصرف شي نو اوس امریکا پوه شوې چې پاکستان ته ورکړل شوې پیسې بې ځایه  او بې ګټې وې،،،،، د امریکا دغه اقدام چې د پاکستان پر وړاندې یې خپله پالیسي سخته کړې ده ښه او ګټور اقدام د.))

افغان حکومت د پنټاګون له وروستۍ پرېکړې هر کلی کړی او ټینګار یې دا دی چې پر پاکستان دې فشارونه نور هم زیات شي. د ولسمشر ویاند مرستیال  دواخان مینه پال داسې وویل: ((هر هغه فشار چې له ترهګرۍ نه د تمویلونکو هېوادونو پر وړاندې زیاتېږي موږ یې هر کلی کوو دا ډؤل فشارونه موږ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې اصلي نتیجې ته رسوي.))

د امریکا دفاع وزارت وایي، پر پاکستان یې ځکه دا پیسې درولې چې د حقانې شبکې پر وړاندې یې لازم پوځي اقدامات نه دي کړي. انګیرنې دا دي چې پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا شوې مرستې د ترهګرو د ځپلو پر ځای د دوی په تجهیز لګولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا