اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

حکمتيار: د جګړې پای ته رسول زموږ ستر هدف دی

د حزب اسلامي افغانستان مشر انجينر ګلبدين حکمتيار وايي، د جګړې پای ته رسول زموږ ستر هدف دی او ددې کار لپاره مو ټولو خواوو ته د ورورۍ لاس غځولی دی.

ښاغلي حکمتيار دغه څرګندونې د يکشنبه په ورځ په کابل کې د انجينر قطب الدين هلال په مشرۍ د حزب اسلامي له لسګونو غړو سره په کتنه کې وکړې  او د وینا  په ترڅ کې یې وویل :موږ په ملي يووالي باور لرو او له ټول افغانان غواړو چې خپل ملي يووالی ټينګ وساتي.حزب اسلامي په دې هڅه کې دی چې په هېواد کې روانه جګړه نوره پای ته ورسيږي او افغانان د ورونو په شان له ويرې او ډار پرته د يو بل ترڅنګ ژوند وکړي.

نوموړي زياته کړه د امنيت د ټينګښت تر ټولو غوره او آسانه لاره داده چې قومي مشران او جهادي شخصیتونه د خپلو سيمو امنيت په خپله ونيسي او د قومونو له مشرانو یې وغوښتل، چې خپلې سيمې د امن سيمې اعلان کړي او اجازه ور نه کړي چې مخالفين د دوی له سيمو څخه د جګړې د ډګر په توګه کار واخلي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا