اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو په اړه د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره متقي سلامشورې وکړې

ډید خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره پر اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ (د قوس ۲۵مه) ویلی دی چې دغه غونډه د هرات ولایت په تورغونډۍ بندر کې وشوه.

هغه وویل چې د دې غونډې موخه د «اقتصاد، ټرانزیټ، بریښنا، ریل پټلۍ او انرژۍ» په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د عملي جریان لیدنه ده.

که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر طا-لبان په رسمیت نه پېژني، خو له هغوی سره نږدې اړیکې لري.

تر دې مخکې د انرژۍ او اوبو وزارت له ترکمنستان سره د «ټاپو پروژې» د تطبیق لپاره د همغږۍ غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو په حضور کې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د (ټاپ) د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد کار پیل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا