اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طالبان: د قره باغ په جګړه کې د آذربایجان ملاتړ کوو

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو وياند وايي، چې حکومت يې د ناګورنو قره باغ په جګړه کې د ارمنستان پر وړاندې د آذربايجان ملاتړ کوي.

د ترند په وینا، د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي چې د دوی حکومت «د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د آذربایجان ملاتړ کوي».

هغه څرګنده کړه: تر هر څه لومړی غواړم ووایم چې موږ تل د یو بل د سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د ټولو هېوادونو د درناوي دفاع کوو.

آذربایجان او ارمنستان له لسیزو راهیسې د ناګورنو قره باغ سیمې پر سر جګړه کوي.

د يادونې وړ ده چې نګورنو قره باغ د نړيوالو قوانينو له مخې د اذربايجان جمهوريت د يوې برخې په توګه پيژندل شوى، خو د نفوسو ډيره برخه يې ارمنيان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا