اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

متقی او کاظمی قمی په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت ټینګار

ډید خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ (د قوس ٢٢مه) د خپرې شوې اعلاميې له مخې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغېزمنو دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د ټينګښت په اړه خبرې وکړې.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره په رغنده اقداماتو ټینګار وشو.

د دغه اعلان له مخې حسن کاظمی قمی وویل: د دواړو هېوادونو سیمه ایز ارتباطات او اقتصادی پراختیا به سیاسی او اقتصادی تعلقات پیاوړی کړی.

اعلامیه زياته کړه چې په دې کتنه کې  داسلامي جمهوری استازي او متقي هم په ايران کې دافغان مهاجرينو په باب خبرې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا