اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

شرعی: د ګوند نوم اخیستل جرم دی/ د حکمتیار عقل سم کار نه کوي

دید خبری آژانس: د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعی، چې پخوا یې د ګوندونو پر فعالیت بندیز لګولی، اوس وایی چې د دوی تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې حتی د کوم ګوند نوم اخیستل غیر قانونی او «جرم» دی.

د عدلیې وزارت سرپرست په دارالامان سیمه کې له دولتي استوګنځي څخه د ګلبدین حکمتیار د ګوښه کېدو په غبرګون کې ویلي، چې حکمتیار ته پوره درناوی شوی دی.

هغه زیاته کړه، که حکمتیار دا درناوی بې عزتي ګڼي، عقل یې کار نه کوي او په درناوي نه پوهیږي.

شرعی نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې ګلبدین حکمتیار ته د ده او نورو مشرانو په غوښتنه له کور څخه د وتلو څلور اوونۍ مهلت ورکړل شوی دی. خو هغه لا نه و وتلی.

د عدلیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې په افغانستان کې د ګوند قانون لغوه شوی او د ګوند نوم اخیستل جرم دی.

د عدلیې د سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې لا معلومه نه ده، چې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته به په افغانستان کې د واک لېږد څنګه کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا