اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

د تسنیم خبري آژانس عکاس او ادیتور په کابل کې ونیول شو

دید خبري آژانس: د ایران تسنیم خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د دغه سازمان عکاس او ادیتور د کابل په هوايي ډګر کې د طا-لبانو له خوا نیول شوی دی.

د یوه راپور له مخې چې نن سه شنبه (د اسد ۳۱مه) خپاره شوه، طا-لبانو د کابل له هوايي ډګر څخه د دغه خبري آژانس عکاس او ادیتور محمد حسین ولایتي نیولی دی.

دغه عکس اخیستونکی د سې شنبې په ورځ له ایرانه د راستنېدو پر مهال د کابل له هوايي ډګره ونیول شو.

د تسنیم د راپور له مخې، د دغه خبری اژانس عکس اخیستونکی «افغانستان ته په قانونی او د هوایی پولې له لارې داخل شو او لس ورځې په کابل کې پاتې شو».

دې خبري اژانس لیکلي چې د دې عکس اخیستونکی «بې له کوم مشخص وضاحت» نیول شوی او له تعقیب سره سره طا-لبانو د هغه د نیولو لامل نه دی وړاندې کړی.

د دغه خبری آژانس په رپوټ کی راغلی دی: له ایرانی خبریالانو سره د طا-لبانو د مقابلې په هکله د ایرانیانو منفی ذهنیت ته په پام سره، تمه کیږی چی دغه ډله به د محمد حسین ولایتی د خلاصون په هکله له کوم ځنډ پرته عمل وکړی.

تر اوسه امنیتي ارګانونو او طا-لب ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په افغانستان کې ګڼ شمېر بهرني خبريالان نيول شوي او په زندانونو کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا