اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د افغانستان وضعیت؛ په ترکیه کې د ملي «خبرې» پیل

دید خبري آژانس: د افغانستان د وضعیت په اړه د «ډیالوګ او پراختیا مرکز-جینوا» د ملي ډیالوګ دریم پړاو د ترکیې د انتالیا د غونډې په څنډه کې د څه باندې ۸۰ تنو کارپوهانو، د بشري حقونو د مدافعینو، دیپلوماتانو او د افغانستان دننه او بهر خبریالان په حضور کې پیل شو.

په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سفیر نصیر احمد اندیشي په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې د ملي ډیالوګ او د مدني ټولنې او دیموکراتیکو ځواکونو پر رول تمرکز وشي.

د دې دوه ورځنۍ غونډې موخه، چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د ډیالوګ او پرمختیایي مرکز جینوا په کوربه توب جوړه شوې وه، موخه یې د افغانستان پر وړاندې د ننګونو حل کول دي، چې د اقتصادي او کلتوري لحاظه د نړۍ یو له کمزورو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

اغلې فروزان نوابي، چې د دې غونډې یوه ګډونواله ده، وویل: که طا-لبان ښځې له زده کړو او کار کولو منع کړي، نو څنګه کولای شم، چې له طا-لبانو سره سوله وکړم؟ که طا-لبان پنځه کاله په واک کې پاتې شي، فکر وکړئ چې افغانستان به کوم ځای ته ورسېږي. موږ د افغانستان اوسنی وضعیت نه شو زغملی.

د چارو کارپوه ډاکټر تیمور شاران په دې غونډه کې وویل: موږ په دې برخه کې درې خبرې لرو: ۱- هغه کسان چې د اوسني نظام د ساتلو غوښتونکي دي. ۲- هغه کسان چې د واک د شریکولو طرفدار دي. ۳- هغه کسان چې غیرمرکزي کول غواړي.

هارون معتصم همداراز وویل: د مشروعیت یوازینۍ لار د اساسي قانون درلودل دي. ویل کیږي چې طا-لبان د اساسي قانون پر مسودې کار کوي. مګر پوښتنه دا ده: دا مسوده کوم ارزښتونه تضمین کولی شي؟

سمیع مهدي وویل: موږ په افغانستان کې له دریو بحرانونو سره مخ یو، د مشروعیت بحران، د بشري حقونو بحران او بشري بحران چې فقر او بې ځایه کیدل په کې شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا