اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

مک کال: له طا-لبانو سره تعامل دوی زړور کړي دي

دید خبري آژانس: د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال پرون (دوشنبه د اسد ۲مه) له طا-لبانو سره د امریکايي چارواکو له ناستې او افغانستان ته د هغوی له سفر سره سخت مخالفت څرګند کړ.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې دا غونډې طا-لبانو ته مشروعيت او زړورتيا ورکوي.

په دې اړه مک کال د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یو لیک استولی او د هغه متن یې نن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په ویب پاڼه کې خپور کړی دی.

مک کال په دغه لیک کې لیکلي، چې له طا-لبانو سره تعامل د دې ډلې په چلند کې بدلون نه دی راوستی. هغه وويل: «له واک ته د رسېدو او له امريکا سره له تعامل سره سره د طا-لبانو چلند خراب شوى دى».

مک کال زیاته کړه: «نن ورځ طا-لبان امریکایان یرغمل کوي، د مرستو رسولو مخه نیسي او خپل حکومت ته د القاعدې چارواکي ګماري».

د جمهوري غوښتونکو د ګوند دغه لوړ پوړي چارواکي او د بایډن د بهرنۍ تګلارې یو له منتقدینو څخه له واشنګټن څخه وغوښتل چې «د هغو هیوادونو مشري په غاړه واخلي چې د طا-لبانو په رژیم کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي، نه دا چې نورمال کړي».

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې له امریکا سره د «ترهګرۍ» پر ضد د طا-لبانو د همکارۍ خبره کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا