اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستټولنه

له ویزې پرته ناروغان نشي کولای له تورخم څخه تېر شي

ډید خبري آژانس: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، د تورخم لاره د هغو ناروغانو پر مخ تړل شوې، چې ویزې نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صديق الله قريشي وويل، چې دغه لار د پاکستان له لوري د هغو ناروغانو پر مخ تړل شوې، چې ويزې نه لري.

په همدې حال کې د تورخم پر پوله پاکستان ته د ناروغانو د لېږد د کمېسيون مسوول سميع الحق جمال له ټولو ناروغانو غوښتي، چې تر راتلونکي خبرتيا پورې دې کمېسيون ته مراجعه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي وو، چې د تورخم لاره د ويزې او پاسپورټ پرته د ناروغانو پر مخ تړل شوې ده.

خو بیا پاکستان دا لاره د حاد او سرطان ناروغانو لپاره خلاصه کړه.

له طا-لبانو سره د کړکېچ او په هغه هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته پاکستان د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله د پاسپورټونو او ویزو په لرلو شرطونه ولګول چې دې کار د پاکستان د پښتنو پراخ اعتراضونه راوپارول او ناروغانو ته یې پراخې ستونزې راولاړې کړې. سوداګر او د پولې دواړو غاړو ته اوسیدونکي خلک.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا