اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په کابل کې د خبریالانو لپاره د نوم لیکنې او کارتونو د وېش بهیر پیل شو

دید خبري آژانس: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی چې د خبریالانو لپاره یې د نوم لیکنې او کارتونو د ویش لړۍ پیل کړې ده.

دا خبر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څارنې رئیس عبدالواحد ریان نن (د اسد ۳مه) په یوه ټویټ کې اعلان کړ.

هغه وويل، چې په دغه وزارت کې ثبت شويو خبريالانو ته د اړيکې شمېره ورکول کېږي، چې ٢٤ ساعته فعال وي او هرکله چې له کومې ستونزې سره مخ شي، دې شمېرې ته زنګ وهلى شي.

هغه زياته کړه، چې خبريالانو ته وېشل شوي کارتونه يو بارکوډ هم لري، چې په سکن کولو سره به يې د کارت جزئيات د طا-لبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وېبپاڼه کې ښکاره شي.

طا-لبانو د روان کال د حمل په میاشت کې اعلان کړی و چې ټول خبریالان به ثبت او کارتونه به ورته وویشل شي.

له هغه وخته چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی په رسنیو پراخ محدودیتونه وضع کړي او په بېلابېلو قضیو کې یې خبریالان نیولي او بندیان کړي دي.

دې کار د خبريالانو تر منځ انديښنه راپارولې ده.

د طا-لبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو او رسنیو دا پر خبریالانو د فشار بنسټ بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا