اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

کرزي له سینیرلي اغلو سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ

ډید خبري آژانس: د هېواد پخوانی ولسمشرحامد کرزی وايي، ښوونځیو ته د نجونو راستنېدل او کار ته د ښځو راستنېدل د هېواد د پرمختګ لپاره حیاتي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اغلو سره په کتنه کې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وکړې.

حامد کرزي د نړيوالې سولې او امنيت په ټينګښت او تامينولو کې د ملګرو ملتونو پر اغېزمن رول د ټينګار په ترڅ کې، د نجونو لپاره د زده کړو زمينه برابرول او د کار لپاره د ښځو راستنېدل د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره يوه مهمه مسله وبلله او ملي تفاهم د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار په هیواد کې ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا