اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

ایراني رسنیو په دغه هېواد کې د داعش د یوه جګپوړي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی

دید خبری آژانس: ایرانی رسنیو خبر ورکړی، چې د داعش یو جګپوړی غړی او د هغه دوه همکاران د دغه هیواد په البرز ولایت کې نیول شوی دی.

د فارس د خبر له مخې، د البرز ولايت د پوليسو وياند وويل چې دغه کسان د پوليسو په همکارۍ د يوه ملکي وګړي له خوا وپېژندل شول او په دوو بېلابېلو عملياتو کې ونيول شول.

د پولیسو ویاند: د البرز امنیه قوماندانی د تروریستانو په پیژندلو کی د مسئولو هیوادوالو په مرسته، د داعش یو جګپوړی غړی په «محمد ذاکر» مشهور په «رامش» او د دې ډلې د تروریستی قطعاتو د ۲ تنو نورو غړیو په نیولو سره بریالی شو.

د ایران د پولیسو په وینا، دغه کسان د پولیسو د استخباراتو په دوره کې په ۲ جلا جلا عملیاتو کې شامل وو، چې ۳ تنه یې د دوی په موټر کې وویشتل شول او ونیول شول.

رسنیو د پولیسو د چارواکو په حواله ویلي دي چې دغو کسانو د کوچني اختر په مناسبت د ځان وژنې نیت درلود.

د راپورونو له مخې د ترهګرو ۸ تنه ملګري هم نیول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا