اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ډنمارک د افغانستان د سولې له بهیر او د دولت جوړونې له پروسې ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن وروسته له غرمې کابل کې د ډنمارک له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن وروسته له غرمې کابل کې د ډنمارک له سفیر سره وکتل
دواړو خواوو په مشترکو همکاریو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر او د دولت جوړونې په پروسې بحث او نظریات شریک کړل.
د ډنمارک سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل: ډنمارک د افغانستان د حکومت د دولت جوړونې له برنامو په ځانګړې توګه د ولسي تړون له بهیر چې خپله افغانان یې پر مخ وړي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
هغه وویل: افغانستان کې د سولې او ثبات تامین یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې شونی دی او باید افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. د ډنمارک سفیر زیاته کړه: هېواد يې چمتو دی چې د افغانستان له حکومت سره د سولې بهیر په هر پړاو کې مرسته وکړي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره د ډنمارک د تېرو همکاریو قدر دانۍ سربېره، له افغان حکومت سره د ډنمارک د مرستو په ځانګړې توګه د دولت جوړونې برخه کې د همکاریو دوام وستایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا