اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کابل ته د یوه لوړ پوړي ترکمن پلاوي راتګ

ډید خبري اژانس: د د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزارت کابل ته د یوه لوړ پوړي ترکمن پلاوي د راتګ خبر ورکړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پلاوی د طا-لبانو او ترکمنستان ترمنځ د خبرو د دوام په موخه چې د سوداګرۍ د پراختیا په موخه په هغه هېواد کې ترسره شوي، د سې شنبې په ورځ (د ثور ۴) کابل ته راورسېد.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د طا-لبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په موخه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

سرپرست واکمنان له ترکمنستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري.

د سرپرستو واکمنانو سوداګريز پلاوي په تېرو دوو کلونو کې تل د سيمې يو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا