اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

ملا برادر قطر ته د کابل هوايي ډګر د مدیریت پر مهلت ټاکلو ټینګار وکړ

د دید خبری آژانس: د طا-لبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپل حکومت بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې قطر ته د کابل هوايي ډګر د مدیریت لپاره مهلت وټاکي.


د طا-لبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ملا برادر اخوند دا لارښوونه نن (پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د طا-لبانو د کابینې د اقتصادي کمیسیون د غونډې پر وخت کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ بهرنيو او کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې په کابل هوايي ډګر کې بهرنيو پانګوالو ته د عاجلو ویزو د ورکولو بورډ رامنځته کړي.
سربېره پر دې، روسیې ته د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یوه پلاوي د استولو پریکړه هم شوې، څو د اوړو او غنمو د بیو د کموالي په موخه له یاد شوي هېواد څخه د وارداتو په اړه روسي چارواکو سره وغږيږي.
طا-لبانو مخکې له ترکیې او قطر سره د کابل هوايي ډګر د مدیریت په اړه د خبرو او پریکړو اعلان کړی و.
تازه، ځینو رسنیو په دغه هوايي ډګر کې د قطر د مېشتو ځواکونو د تمریناتو ویډیو خپره کړې، چې ورسره پر طا-لبانو ځینو خلکو نیوکې کړي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه کابل کې د قطر د ځواکونو موجودیت نه و تاييد کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا