اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

په سویډن کې یو ځل بیا د قرآن کریم سپکاوی

دید خبری اژانس: په یوه نوی اقدام کښې عراقی الاصله سویډنی سیلوان مومیکا یو ځل بیا قرآن کریم ته سپکاوی وکړ.

هغه د دوشنبې په ورځ (د اسد په ۹ مه) له یوه بل کس سره یو ځای د سویډن د پارلمان مخې ته یو ځل بیا د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړ.

د سویډن پولیسو ویلي، چې دغو دوو کسانو په ستاکهولم کې د ایران د سفارت مخې ته د فتجا اولو په جومات کې د قرآن کریم د سوځولو د اجازې غوښتنه کړې وه او د تایید په تمه وو.

خو راپورونه وايي، چې سیلوان مومیکا له یوه بل کس سره یوځای د سویډن د پارلمان مخې ته په یوه بل ناوړه عمل کې د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړی دی.

په دې کار سره یې عراقیان او د نړۍ په ملیاردونو مسلمانان په غصه کړل.

  دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې په سویډن او ډنمارک کې د مسلمانانو سپېڅلي کتاب قرآن کریم ته سپکاوی کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا