اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د سالنګ لاره د ورځې په اوږدو کې تړلې ده

دید خبري آژانس: د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار به د شنبې په ورځ (د اسد ۱۴) د ترافیکو پر مخ تړلې وي.

د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ چې نن چهارشنبه (د اسد ۱۱مه) خپره شوه، موټر به یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال ته تګ راتګ کوي.

د فواید عامې وزارت له ښاریانو غوښتي چې د جمعې تر پایه خپلې اړتیاوې پوره کړي.

دغه وزارت ویلي دي چې د سالنګ پر لویه لار د ترافیکي محدودیتونو د لګولو موخه د دغې لویې لارې د بیارغونې لپاره د «غوره پروژې» پلي کول دي.

دغه وزارت زیاتوي چې د سالنګ د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

د سالنګ لاره د افغانستان او ستراتیژیکه لویه لار ده.

دغه لار د افغانستان شمال له جنوب سره نښلوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا