افغانستانروستي خبرونهسیمهنړۍ

د هند او چین لانجه اوږده شوه

د چین او هند تر منځ د سرحدي لانجې درې اوونۍ وشوې. د چبن د بهرنیو چارو وزارت د هند د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په غبرګون کې ویلي، اوسني حالات پنځه شپېته کاله وړاندې حالات نه دي.
د هند د بهرنیو جارو وزیر ارون جېټلي ویلي وو، دا ۱۹۶۲ ز کال نه دی چې هند په جګړه کې له چین نه ماته خوړلې وه.
د چین د بهرنیو چارو ورارت ویاند شوانګ ویلي، د هند بهرنیو چارو وزیر سم وایي، دا هند د ۱۹۶۲ ز کال په پرتله اوس بدل دی؛ نو چین هم د پخوا په پرتله ډېر بدل شوی دی.
دواړو هېوادونو سرحد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي دي. د سکم په نوم سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ لانجه ده.
بل خوا د چین د چارو یو شمېر شنونکي وایي، د دواړو هېوادونو تر منځ روان کړکېچ په یوې سختې جګړې اوښتی شي. د چین حکومتي رسنۍ هم وایي، که دغه کړکېچ په سم ډول حل نه شي؛ نو جګړه له امکانه لرې نه برېښي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا