اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ډاکټر محب د بګرام توقیف خونې له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب نن د لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د روغتون، کتابخونې او د محبوسینو د توقیف خونې په شمول، د بګرام بند خونې له مختلفو برخو لیدنه وکړه.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب نن د لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د روغتون، کتابخونې او د محبوسینو د توقیف خونې په شمول، د بګرام بند خونې له مختلفو برخو لیدنه وکړه.

اړوندو مسوولینو د بګرام توقیف خونې د عمومي وضعیت اړوند راپور وړاندې کړ او د شته ستونزو د حل لپاره یې، مشخص وړاندیزونه ارایه کړل.

ملي امنیت سلاکار د محبوسینو له استازو سره هم وکتل؛ د عفوې او تخفیف اړوند یې د جمهور رییس د فرامینو، اعاشې د وضعیت او د دوسیو قانوني بهیر د چټکوالي په اړه یې د هغوی غوښتنې واورېدې. هغه ټینګار وکړ چې د هېواد د نافده قوانینو په رڼا کې به د محبوسینو دوسیو ته رسېدنه کېږي.

د ویلو ده چې د هېواد ملي امنیت سلاکار او افغانستان کې د سره صلیب کمېټې عمومي مشر تېره اوونۍ د خپلې لیدنې پر مهال د سولې په بهیر او د زندانیانو روغتیايي وضعیت ته په رسېدګۍ خبرې وکړې او د هېواد د ملي امنیت سلاکار د زندانیانو وضعیت د بشپړې بر رسۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا